ولس ته آبادي را منځته کول زموږ یو افتخار دی

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۲۱:۲۳
mobta

۲۰/۱/۱۴۴۵

د هیواد په پلازمېنه کابل ښار کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د پیرمحمد کاکړ عالي لېسې په انګړ کې د زده کوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه د اوبو د څاه او نورو ساختماني چارو پرانیسته وشوه. په دغو مراسمو کې د یاد وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د لېسې آمر محمد نعیم ارشاد، د سیدالرحمن امین ساختماني شرکت مسؤلینو او ښوونکو ګډون کړی وو. یاده پروژه، د نژدې یو میلیون افغانیو په ارزښت د لیسې په انګړ کې د اوبو د سیستم رغولو او څاه ایستلو په موخه په کار اچول شوې وه چې کارونه به یې سر له سبا پیل او په لنډ وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د دغې پروژې له برکته به د یادې لېسې د اوبو اړتیا رفع شي او د چاپیریال په زرغونولو کې به د پام وړ رول ولوبوي. د یادو مراسمو پر مهال مسلکي معین ښاغلي قادري وویل: د تېر اشغال په دوران کې د هیواد اکثره سیمې له خدمتونو محرومې وې دا چې اوس د خدمت کولو ښه فرصت برابر شوی ده اسلامي امارت خپل پوره کوښښ کوي چې خلکو ته غوره خدمتونه او اسانتیاوې را منځته کړي. هغه زیاته کړه ولس ته آبادي را منځته کول زموږ لپاره یو لوی افتخار دی. د یادوونې وړ ده چې مسلکي معین او مل پلاوي له نوموړې لېسې څخه د لیدنې پر مهال له ښوونکو او زده کوونکو سره وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او دوی ته د خبرو پر مهال یې وویل: د دې هیواد پراختیا او د علم په ګاڼه د سمبالولو لپاره باید کار وکړئ او خپلو زده کوونکو ته داسې روزنه ورکړئ چې د ولس خادمان جوړ شي او هیواد مو له سیالانو سره سیال کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu