هیڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ یووالی له منځه یوسي

mobta_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۸:۴۲
mobta

۱۸/۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د میدان وردګو ولایت د قومونو له مخورو سره د همغږۍ او د هغوی ستونزو اورېدلو په موخه یوه پراخه ولسي ناسته ترسره کړه. په دغه ناسته کې د یاد وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږي معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس الحاج شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د میدان وردګو مرستیال والي حافظ سیدالرحمن، ولايتي مسؤلینو، د مرکز او ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو، علماء کرامو او ځوانانو ګډون کړی وو. په پیل کې مرستیال والي حافظ سیدالرحمن راغلي پلاوي او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د یاد ولایت ټول قومونه د یووالي او امن په ټغر راټول دي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه خپله دنده بولي. ورپسې د علماوو او قومي مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې د ولسونو تر منځ اتحاد، سرتاسري امنیت او قومي شخړو هواري په برخه کې د اسلامي امارت هڅې یې بې سارې یاد کړل او ویې ویل: د امن له برکته د هر چا مال، ځان، عزت او ابرو خوندي دي او ټول قومونه د ورورولۍ په فضاء کې ژوند کوي. د دوی له جملې یوه تن شعیه مشر وویل: موږ له موجوده حکومت څخه ملاتړ کوو، ورڅخه خوښ یو او د اسلامي نظام راتګ زموږ لپاره یو افتخار دی. دوی ټولو له پلاوي څخه د سنګلاخ او چک بندونو رغولو، ۲۰۰ بستریز روغتون د کارونو پیلولو، محرومو سیمو او نورو پراختیایي کارونو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه. ور پسې د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي عابد اسلامي نظام د الله (ج) یوه پیرزوینه وبلله او ویې ویل: د غربیانو د غرور چمبې پر افغانستان باندې خښې شوې وې خو د دې غیور ولس په اتفاق او سرښندونو دا هیواد له هغوی څخه پاک او اسلامي نظام پکې قائم شو. وروسته د یاد وزارت مسلکي معین ښاغلي قادري وویل چې د نظام د بقا لپاره له ولس سره د ناستو څخه زموږ هدف د دوی تر منځ د وحدت ټينګول دي. هغه له مېشتو قومونو څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت تر څنګ ودرېږي. په پای د یاد وزارت سرپرست ښاغلي نوري د اشغال پر وړاندې د یاد ولایت قربانۍ بې ساري وبللې او د اسلامي نظام قائمېدل یې د دوی د سرښندنو برکت یاد کړ. هغه وویل: د افغانستان ټول قومونه او ملیتونه د دې هیواد سرمایه ده او موږ هیڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ یووالی له منځه یوسي. ښاغلي نوري د دوی د ستونزو اړوند ډاډ ورکړ چې د بند اړوند پروژې یې منظورې شوې دي او نورو ستونزو ته به یې هم جدي توجه کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu