هلمند کي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ‌ولمانځل سوه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۱۰:۱۰
mobta

د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوی نړیواله ورځ د
سرحدونواوقبایلو چارو ریاست لخوا د یوې غوندي پرمهال چي قومي مشرانو، دیني عالمانو او میرمنو ګډون کړی وو، ولمانځل سوه.

دغه ورځ په ۱۹۸۱ میلادي کال کي د دومینکن جمهوریت د وخت دیکتاتور لخوا د دریو مبارزو خویندو (میرابال خویندو) تر وژل کېدو وروسته (د ښځو پروړاندي دتاوتریخوالي دمخنیوي نړیوالي ورځي) په نوم
یاده سوه، او په ۱۹۹۹ میلادي کال کي د ملګرو ملتونو لخوا هم تصویب سوه، چي د نړی په اکثره هېوادونو کي د دولتي او غیردولتي سازمانونواو ټولنو لخوا لمانځل کیږي.

په غونډه کي دسرحدونواوقبایلو چارو رئیس نویدنظري او د ښځو چارو رئیسي آغلي وجیهه رسولي د ښځو پروړاندي د تاوتریخوالي دمخنیوي نړیوالي ورځي تاریخچې په بیانولو سره وویل؛ ښځو دخپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره زیاته مبارزه کړې او تر یو حده پدې برخه کي پرمختګ هم سوی خو په افغاني تولنه کي اوس هم ښځي بشپړ شرعي او قانوني حقونه نه ترالسه کوي او په مختلفونو نومونو او بیلابیلو ډولونو باندي له خشونت اوتاوتریخوالي سره مخ کیږي.

دښځو د برخي فعالانو شهناز فائز، ماذري کاکړ او د ولایت مقام د جندر مدیره فریدي محبي وویل؛ قومي مشران او دیني عالمان کوالی سي د خپل نفوذ او فهم څخه په ګټه اخیستنه د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي په کمولو کي همکاري وکړي.
نوموړو همداراز وویل؛ ښځي د اسلام او شرعي په چوکاټ کي خپل ټول حقوق غواړي، خو د ټولني سته ناوړه رواجونه د دې حقوقو د ترلاسه کولو په برخه کي ستر خنډ دی، او اکثره افغاني میرمني لدې وجي چي ناوړه رواجونه موجود دي، کړیږي، او قرباني ورکوي.

قومي مشرانو محمدصدیق ذاهدي، عبدالاحدمعصومي او عبدالستاربارک د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی د ټولني یو واقعیت وګاڼه، او له خلکو یې وغوښتل چي د ناوړه رواجونو په لمنځه وړولو کي همکاري وکړي.
ویناوالو ژمنه وکړه چي د تاوتریخوالي په کمولو کي به خپل مسئولیت ادأ کوي او دښځو د حقوقو په برخه کي به د اسلامي اصولو په چوکاټ کي خلک پوهوي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu