موږ باید په یووالي او همغږۍ په هېواد کې شته ستونزې تحلیل او د حل لارې چارې ورته ولټوو!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۹:۳۵
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د ډ افغانستان ملي امنیت شورا له سیاسي او ولسي مرستیال ښاغلي سرور احمدزي سره د کتنې پر مهال وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې، ملي یووالي، د حکومت او ولسونو تر منځ د واټن په لنډولو، د قومي جوړښتونو پر پیاوړتیا او ورته نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دغه راز په دې کتنه کې ښاغلي محب الله صمیم وویل، چې هېواد مو تر بل هر وخت په اوس وخت کې اوربند ته زیاته اړتیا لرې ځکه تلپاتی اوربند د با عزته سولې د ټينګښت سبب کيږي او دا د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده.

نوموړي دغه راز پر مخالفینو غږ وکړ، چې اوربند وکړي نور دې افغانان نه وژني، ښاغلي صمیم له ولسونو وغوښتل چې د هېواد په هره برخه کې باید د تلپاتې اوربند لپاره خپل غږ اوچت کړي تر څو روانو بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu