له څيړونکوو سره د ورسپارل شويو مسوليتونو د ارزونې په موخه دويمه تعقيبي ناسته ترسره شوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۲۱
خبر

۱۷\۸\۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مسلکي معینیت کې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څيړونکوو  په گډو هڅو د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې د مختلفو موضوعاتو پر سر د را ټول شويو معلوماتو په اړه دويمه تعقیبي ناسته تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي احمد طه قادري، د دعوت و ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د تحقیق او مطالعاتو رئیس مولوي هدایت الله حقاني، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبد الرحمن رحماني، د علماوو آمر مولوي عبد الوارث اخند زاده حضور درلود.

لومړي د ياد رياست مسولو څيړونکو له خپل لوري د ځینو ولایتونو او ولسوالیو په تاریخي آثارو، زراعتي ځمکو، او ځنگلونو هر اړخيزه معلومات وړاندې کړل زيات يې کړه چې يادو برخو ته دې ځانگړې پاملرنه وشي .

ښاغلي قادري له  څيړونکو سره په خبرو کې افغانستان يو زراعتي او تاريخي هېواد ياد کړ زيات يې کړه چې ستاسو ځوانانو په مټ به د ترقۍ او پيشرفت پر لور ځې دغه راز يې په ياده برخه کې د دوئ له کار کړنو څخه خوښې څرگنده کړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu