له ولسونو سره د اړیکو په پراختیا ټینګار!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۹:۴۰
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن شنبې د روان لمریزکال د تلې میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د ولسمشر له سلاکار ښاغلي شېر محمد بهادر، د ملي مصالحې عالي شورا له سلاکار ښاغلي ګل احمد خان تڼي، ښاغلي ملک اکبر خان او له یو شمېر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ له وزارت سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او له ولسونو سره یې د اړیکو په پراختیا، ملي یووالي او بشپړې همغږۍ ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

بلخ کې د ۱۵ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله ۵ کلنه شخړه هم هواره شوه

 

يکشنبه ۳ محرم الحرام۱۴۴۶ 
 
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونو د قومي مشرانو او اسلامي امارت منسوبينو د هڅو په نتيجه کې په ياد ولايت
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل او سوله ييز ژوند يې غوره کړه

شنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو علماوو او اسلامي امارت د ځينو استازو په همکارۍ د دغه ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۲:۵
Background image

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

شنبه ۲محرم الحرام ۱۴۴۷

د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د څو لسيزو اوږد مهاله حقوقي شخړه، چې ژور قومي اختلافات يې. . .

BACK TO NEWS

User account menu