له دوست هېواد هندوستان سره د مرستو او همکاريو هوکړه ليک لاسيک شو

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۱:۲۶
mobta

دغه هوکړه ليک ، په داسې حال کې، چې د ملي يووالي حکومت اجرايه ريس ښاغلى ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي مرستيال ښاغلي ډاکټر فريدون بارکزي، په کابل کې د دوست هېواد هندوستان د سفير او د اقتصاد وزير ښاغلي مصطفى مستور له خوا لاسليک شو.

په دې غونډه کې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د دوست هېواد هندوستان د دوامداره او بنسټيزه مرستو او همکاريو له امله مننه وشوه.

همداراز په کابل کې د هندوستان سفير له افغانو سره د خپلو مرستو او همماريو د دوام ډاډ ورکړ، هند تر اوسه پورې له افغانانو سره د دوه ميلیارده امريکايي ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې نن د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي بارکزي په وزارت کی د اقتصاد وزارت له سلاکار ، پلان او پاليسۍ، تدارکاتو او د مقام د دفتر له ريسانو سره په کتنه کې د دوست هېواد هندوستان هېواد له خوا د پکتيا ولايت د پروژې پر وخت او ښه تطبيقولو، چې چارې يې دېرش سلنه پرمخ تللی، ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د خوشال خان عالي لېسې د اداري او تدریسي حالت ارزونه!

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن سه شنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه له غرمې مخکې د وزارت اړوند خوشال خان عالي لېسې ته ورغی او هلته. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۲۹
Background image

افغانستان له هرڅه نه مخکې سولې، ملي یووالي او سیاسي ثبات ته اړتیا لري!

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن دوشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۸ مه نېټه د مشرانو جرګې له غړي ښاغلي غلام عباس اخلاقي، د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۲۷
Background image

د سویل ختيځ زون ولسونو د عالي کمېسیون له مشرتابه سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن دوشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۸مه نېټه د سویل ختیځ زون ولسونو د عالي کمېسيون له مشرتابه پلاوي سره. . .

BACK TO NEWS