له دوست هېواد هندوستان سره د مرستو او همکاريو هوکړه ليک لاسيک شو

mobta-af
Tue, Jul 16 2019 11:26 AM
mobta

دغه هوکړه ليک ، په داسې حال کې، چې د ملي يووالي حکومت اجرايه ريس ښاغلى ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي مرستيال ښاغلي ډاکټر فريدون بارکزي، په کابل کې د دوست هېواد هندوستان د سفير او د اقتصاد وزير ښاغلي مصطفى مستور له خوا لاسليک شو.

په دې غونډه کې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د دوست هېواد هندوستان د دوامداره او بنسټيزه مرستو او همکاريو له امله مننه وشوه.

همداراز په کابل کې د هندوستان سفير له افغانو سره د خپلو مرستو او همماريو د دوام ډاډ ورکړ، هند تر اوسه پورې له افغانانو سره د دوه ميلیارده امريکايي ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې نن د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي بارکزي په وزارت کی د اقتصاد وزارت له سلاکار ، پلان او پاليسۍ، تدارکاتو او د مقام د دفتر له ريسانو سره په کتنه کې د دوست هېواد هندوستان هېواد له خوا د پکتيا ولايت د پروژې پر وخت او ښه تطبيقولو، چې چارې يې دېرش سلنه پرمخ تللی، ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu