د بادغیس په دره بوم ولسوالي کې د اسلامي شریعت د پلي کېدو په اړه له خلکو سره د همغږۍ غونډه
پنجشنبه ۱۲ ربیعالأول ۱۴۴۸
د بادغیس ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د اسلامي شریعت د پلي کېدو او د خلکو او سیمه ييزو مسؤلینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه، چې پکې د اسلامي امارت د مسؤلینو ترڅنګ ديني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
ديني عالمانو او قومي مشرانو د يادې غونډې پرمهال په خپلو خبرو کې د ولس او مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ او متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ورته غونډو جوړېدل مهم وبلل، دوی همداراز د مسؤلينو سره په ګډه د اسلامي شريعت په پلي کېدو کې ژمنه وکړه او دا يې خپله ايماني دنده وبلله.
مسؤلينو همداراز د ولس له پراخ ملاتړ څخه په مننې کولو سره څرګنده کړه، چې د ټولنې د لا ښه ثبات او د ورورولي د فضا د پیاوړتیا لپاره د خلکو همکاري اړینه ده. دوی دغه راز له خلکو وغوښتل، چې خپل ژوند د اسلامي شريعت په چوکاټ کې برابر ترسره کړي
