له افغان ماشومانو سره د مرستې په برخه کې هوکړه وشوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۲:۵۹
تړون

دوشنبه۲۲ رمضان المبارک 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین مولوي محمدعلي جان احمد د افغان ماشومانو په برخه کې د جرمني مؤسیسې له مرستیال الحاج مصطفی سره، په لرې پرتو سیمو کې له بیوزلو خلکو، کوچي قشر، راستنو شویو مهاجرینو او په طبیعي پېښو کې زیانمن شويو هېوادوالو ته د مرستو رسولو په برخه د دوه اړخیزه همکارۍ او همغږۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. 

په پیل کې ښاغلي الحاج مصطفی د یادې مؤسیسې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د بېلابېلو سیمو بې وزله او له طبیعي پېښو زیانمن شوي خلکو ته د مرستو رسولو په اړه یې توضیحات وړاندې کړل. 

ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد د یادې موسیسې له خوا پر عملي فعالیتونو د ټینګار ترڅنګ وویل چې په ولایتونو کې دې په یادو برخو کې د خلکو اساسي اړتیاوې  په پام کې ونیول شي او همکاري دې ورسره وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

چهار شنبه/٣١/ ۴/۱۴۰۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۴۵
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې سربېره باميان کې هم شخړه حل شوه

 

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او مصلحينو په ملتيا د دغه ولايت د مرکز اړوند باغ ميرزا سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو دوو کلونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه ناسته ترسره شوه

 

سه شنبه ۶ صفر المظفر۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يو شمير رياستونو له رئيسانو سره د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه نن ترغرمې مخکې د ياد وزارت د مسلکې معين. . .

BACK TO NEWS

User account menu