غزني ولایت ته د سرحدي بررسيو مرستيال ښاغلي شيخ محمد قاسم خالد سفر

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۲:۲۷
Mobta

١٤٤٤قمري کال د ربيع الثاني ۱۸مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي برسۍ مرستيال ښاغلي شيخ محمد قاسم خالد غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ  په دغه ولایت کې د غزني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.

د غزني رئيس مولوي محمد اسحق ادريس ښاغلي خالد ته د خپلو کاري کړنو په اړه لنډ معلومات ورکړل او خپلې یو لړ ستونزې یې د حل په موخه ورسره شریکې کړې.

 د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي برسۍ مرستيال شيخ محمد قاسم خالد د ياد رياست رئيس او کارکوونکو ته لار ښونه وکړه چې د غزني په مرکز او ولسواليو کې دې د خلکو ترمنځ شته ستونزي او اختلافات له قومي مشرانو سره د سلا مشورو او جرګو له لارې حل کړي تر څو په ټولنه کې مو د امن، سولې او ورورولي فضا خپره شي نوموړى دغه راز ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د وزارت د شته امکاناتو په چوکاټ کې حل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu