شخړه هواره اوپه دوستۍ بدله شوه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۳:۲۶
Mobta

شنبه١٤٤٤قمري کال صفر المظفر ۷مه

د کندهار ولايت د کوچيانو او ځايې اوسيدونکو ترمنځ د را ولاړې شوې ستونزې د پرېکړې او حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د جرگو په تالار کې غونډه و شوه. په دې غونډه کي چي پر مهال يې د کندهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا اغا جان اخند ، سپین ږیرو، قومي مشرانو او مخورو هم شتون درلود له دواړو لوریو څخه منځګړو لنډې خبرې وکړي د کوچيانو او ځايي خلکو ترمنځ د ځمکي پر سر د را ولاړې شوې شخړې د حل او هواري په اړه يې ګټورې خبرې وکړې. ښاغلي ملا اغاجان اخند له دوی سره په خبرو کې د قومونو ترمنځ په یووالي ټینګار وکړ ښکېلې خواوېې يې قوي عزم، وحدت او وروگلوي ته را وبللې وروسته د دواړو قومونو ترمنځ شخړه پای ته ورسېده او د اتحاد او اتفاق دعا وشوه. د دواړو لوریو راغلو مشرانو ژمنه وکړه چې د نوموړې موضوع پر سر به بیا ځلې شخړه نه کوي او دواړو لوريو يو بل وبخښل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu