سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د بګرام ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل.

khoram2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۶:۴
ناسته

یکشنبه ۱۲/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د وزارت د کتنو په تالار کې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ له ځایي قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې ځایي مشرانو وویل چې په مختلفو دورو کې د بګرام د هوایي ډګر او نورو تأسیساتو رغولو پرمهال د دوی کرنیزې ځمکې لاندې شوې او دا چې دوی د شل کلن اشغال په اوږدو کې مهاجرتونه کړي وو، په ځينو برخو کې یې ملکیتونه د نورو خلکو لاس ته لوېدلي. راغلیو مشرانو هیله څرګنده کړه چې په یاده برخه کې دي دوی ته غور او پاملرنه وشي.

ښاغلي نوري سیمه ییزو مشرانو ته له هرکلي وروسته وویل: دغه وزارت د ولس غږ دی او زموږ هڅه همدا ده چې د خلکو غږ تر حکومته ورسوو او ملاتړ یې وکړو. نوموړي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنې به یې اړوندو ادارو ته رسوي، تر څو د یادې موضوع په اړه پوره غور وشي او د دوی حقوق خوندي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu