د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۰:۱
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن غرمه له یو شمېر قومي مشرانو ښاغلي سردار نظام الدین ناصر او د زابل ولایتي شورا غړي ښاغلي مرتضی خان سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د کتنې په پیل کې راغلو قومي مشرانو او مخورو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې وې ویل: هڅه مو دا ده، چې په هېواد کې د مېشتو قومونو د یووالي، سولې په ټینکښت او د خپلو ملي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخو کې کار وکړو، ترڅو هېوادوالو مو له هوسا ژوند څخه برخمن شي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم راغلو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: دا زموږ مسؤلیت او لومړیتوب دی، چې د خپل ولس ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا او په دې برخه کې رښتینې هلې ځلې وکړو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu