د یوې لویې شخړې مخه ونیول شوه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۵:۲۷
Mobta

د میدان وردګو ولایت د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو آمر امین الله اخندزاده ددې ولایت چک ولسوالي ته رسمي سفر وکړ، هلته یې د مودو د کلي له کلیوالو او د سیمې له کوچي مېشتو مشرانو سره وکتل.

د دغې ناستې پر مهال د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو آمر ښاغلي امین الله اخندزاده، د چک ولسوال مولوي سردار احمد او د موضوع دواړو ښکېلو اړخونو حضور درلود.

ناستې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو آمر او د چک ولسوال ښاغلي ثابت په خپلو خبرو کې وویل: ستاسې قضیه د ولایت مقام له لوري عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې ده، دا زموږ مسؤلیت دی ترڅو چې هغوی ستاسې په منځ کې پرېکړه کوي، موږ ستاسې په منځ کې یو هوکړه لیک کوو چې ستاسې ترمنځ د ستونزو مخنیوي وکړي. دوی د دواړو ښکېلو اړخونو ترمنځ یوه توافق نامه ولیکله او دواړه لوري یې په منلو راضي شول.

دا په داسې حال کې ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هیواد د قومونو ترمنځ د ورورولۍ رامنځته کولو او یووالي په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu