د کوچیانو چارو سمون لوی رییس سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن یکشنبه د روان لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۶مه نېټه د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس استاد حبیب الرحمن سره د خپل کار وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د سولې او ملي یووالي پرټینګښت سربېره د کوچیانو د ژوند او اقتصاد د ښه کېدو او دوې ته د زده کړې د زمینې برابرولو په برخو کې پر ګډ کار ټينګار وکړ، وی ویل : د کوچیانو چارو لوی ریاست او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ګډ کاري اړخونه لري او د پخوا په څېر به په سلا مشورو سره خپلو چارو ته دوام ورکوي.