د کوزې پښتونخوا د کم عمره شاعر محبوب جان محبوب د نوي چاپ شوي شعري ټولګې ( ربه يو سوال کومه ) د مخکتنې غونډه کې کډون!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۹:۴۱
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي الحاج محمد يعقوب احمدزي نن په هغې فرهنګي غونډه کې ګډون او وينا وکړه، چې د کوزي پښتونخوا د تنکي ځوان شاعر د نوي چاپ شوي کتاب د مخکتنې په مناسبت د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر د ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمر داودزي له خوا رابلل شوې وه.

ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو کې ددغه کم عمره شاعر استعداد او فرهنګي برياليتوبونو ته په اشارې سره وويل: د وياړ خبره ده، چې دغه کم عمره شاعر د شعر په ژبه د ټولنې واقعيتونه خپلو خلکو ته بيانوي ، موږ بايد داسې ماشومان وستايو او د ښوونې او روزنې زمينه ورته برابره کړو، ځکه د نن ورځې مستعد ماشومان د هېواد د راتلونکي جوړوونکي دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu