د کندهار په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې له عامو خلکو او سيمه ييزو مسؤلينو سره غونډې

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۲
د کندهار په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې له عامو خلکو او سيمه ييزو مسؤلينو سره غونډې

 

يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د روانو غونډو په ترڅ کې تېره ورځ د کندهار ولايت په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې د ولسوالي له استازو، سيمه ييزو مشرانو او عامو خلکو سره پراخې ولسي غونډې ترسره شوې.

دغو جوړيو شويو غونډو ته د اسلامي امارت منسوبينو په خپلو وينا وو کې د مشرانو په اطاعت، يووالي او اتفاق ټينګار وکړ او همداراز د اسلامي نظام او ولسي همغږۍ پر ارزښت يې ګډونوال وپوهول. دوی همداشان د امير المؤمنين حفظه الله تعالی فرامين او هدايات دټولنې داصلاح، د ناوړه رواجونو او ناسمو دودونو د مخنوي لپاره خورا مهم وبلل او روښانه يې کړه، چې د يادو فرمانونو عملي کول او خپرول د ټولو خلکو ګډ مسؤليت دی.

قومي مشرانو په خپل وار تېرو قربانيو او زحمتونو ته په اشارې سره وويل: د اسلامي نظام د قيام لپاره مو ډيرې قرباني ورکړي دي له مجاهدينو سره په هر حالت همکار پاتي  شوي يو او که اړتيا شوه بيا هم د خپلو مالونو او سرونو په بدله هرې قربانۍ ته تيار يو. يادو مشرانو د خپلو سيمه ييزو ستونزو په شريکولو سره د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل، چې په ياده برخه کې دې د پام وړ اقدامات ترسره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu