د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ۶ دښمنۍ پای ته ورسېدې

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۸
د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ۶ دښمنۍ پای ته ورسېدې

سه‌ شنبه ۱۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د قومي مشرانو او سیمه ‌ییزو مسؤلینو په همکارۍ په دغه ولایت کې دوه لویې او څلور وړې شخړې حل او فصل شوې.

د یادو شخړو له ډلې یوه یې ۱۸ کاله وړاندې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوه کس د وژل کېدو په سر رامنځته شوې وه، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو په هڅو د دواړو کورنیو ترمنځ څو ځله ناستې او لیدنې ترسره شوې، چې په پایله کې د قاتل کورنۍ د مقتول له کورنۍ بښنه وغوښته او دواړه سره پخلا شول.

همدارنګه د ياد ولايت په  پنځمه ناحیه کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوه کس د وژل کېدو له امله د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري د دواړو لورو له لیدنې وروسته، د هغوی په خوښه قومي منځګړي وټاکل. د منځګړو له څېړنو او خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه، چې دواړو لورو ته واورول شوه او هغوی په خپله خوښه ومنله، چې په دې سره یې ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د قومي مشرانو او سیمه‌ ییزو مسؤلینو په همکارۍ، په دغه ولایت کې څلور نورې وړې شخړې هم حل او فصل شوې، چې دوه یې حقوقي او دوه نورې د کورنیو د ناوړه چلند اړوند وې. دغه شخړې د دواړو لورو په خوښه د ټاکل شویو منځګړو له لارې هوارې شوې او ښکېلو خواوو د پرېکړو منلو ته غاړه کېښوده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۲
Background image

دره‌ پېچ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

پنجشنبه ۱۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ، ولسي همغږۍ او  فرمانونو د عملي کولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۵۴
Background image

سرپل کې د ۶ کلنې دښمني ترڅنګ پکتيا او فارياب کې هم شخړې حل شوې

پنجشنبه ۱۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرپل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د قومي مشرانو په هڅو د دغه ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

جوزجان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

چهارشنبه ١٤ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست رئيس مولوي غلام نبي صميم په مشري د ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په دوامداره همکاري د دغه ولايت مرکز. . .

BACK TO NEWS

User account menu