د کندهار له بېلابېلو قومي مشرانو او مخورو سره کتنه

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۹:۳۲
mobta

په دې ناسته کې ښاغلي شېرزي وویل، ما په هېواد کې د روانو ناخوالو د له منځه وړلو او د ملي یوالی د ټينګښت په موخه پر هر قومي مشر ږغ وکړ، ځکه د هېواد د ښې راتلونکى او پرمختګ لپاره زما هېوادنې مسئولیت ٶ او خپل مسووليت او هېوادنۍ وجيبه مې ادا کړه، چې په دې توګه مې سبا ورځي ته تاریخي ملامتیا پرې نه ښوده.

د سرحدونو او قبايلو چارو محترم وزير د هېواد د پرمختګ، اقتصادي پياوړتيا، قانون د تطبيق، سولې او بيا رغونې په برخو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريس جلالتماب محمد اشرف غني بې ساري خدمتونه او پياوړى مديريت وستايه.

ښاغلي شېرزي همدا راز پر ولسونو ږغ وکړ، چې د خپلو ارزښتناکو رایو په کارولو سره خپل روښانه راتلونکى پخپله و ټاکي.

ورپسې قومي مشرانو، مخورو، ديني عالمانو او ځوانانو د محترم وزیر صاحب له ملي احساس ، دوامداره هلو ځلو او مېلمه پالني څخه د مننې په ترڅ کې، ژمنه وکړه، چې د کندهار ولسونه د افغانانو د خير ښېګڼې او د وطن د پر مختګ او اعتلا لپاره هر ډول هلو ځلو ته چمتو او په هر ډول شرايطو کي ستاسو تر شا ولاړ دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu