د کندهار د مرکز او بېلا بېلو ولسواليو له قومي مشرانو، مخورو، دولتي چارواکو، سياسيونو او ځوانانو سره د نېکمرغه لوى اختر مبارکۍ مراسم تر سره شول!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۱۰:۳۱
mobta

په دغو مراسمو کې، چې د کندهار ولايت مرستيال ښاغلى عبدالحنان منيب هم حاضر و، قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو ښاغلي وزير صاحب ته د اختر مبارکى ویلو تر څنګ د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې د وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستايلې او له موجوده نظام سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي د اختر مبارکۍ په ترڅ کې پخپلو خبرو کې د یادو قومې مشرانو او ځوانانو له ملي احساس څخه مننه وکړه او هيله يې وښوده، چې د سولې روانې خبرې په هېواد کې د جګړې د بندېدو او د سراسري او باعزته سولې د ټينکښت سبب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۱۲
Background image

((ژمن يو، چې د اسلامي بيرغ تر سيوري لاندې په عزت او لوړو سترګو ژوند وکړو))

 

چهارشنبه ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي ناستو په لړ کې، نن د هرات ولايت په مرکز کې د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۷
Background image

د مسؤلينو د منځګړيتوب په پايله کې بلخ کې ۴ کلنه، جوزجان کې ۲ کلنه او سمنګان کې هم مرګوني شخړه پای ته ورسېده چهارشنبه ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو

رياست مسؤلينو د منځګړيتوب په پايله کې د دغه ولايت په قرشيګګ ولسوالي کې.

د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا څلورو کلونو په دوام د ځمکې د ملکيت پرسر هغه راپورته شوې شخړه هواره شوه، چې دواړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

((د بادغيس ولسونه د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته د خدمت او پرمختګ شاهدي ورکوي))

 

سه شنبه ۲ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټول هيواد کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي غونډو د لړۍ په دوام نن په بادغيس ولایت. . .

BACK TO NEWS

User account menu