د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې شخړه حل شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۸:۴۹
شخړه

د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د څړ ځایونو پر سر د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې شخړه د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي احسان الله ثاقب او قومي مشرانو په همکارۍ حل شوه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې مولوي احسان الله ثاقب د شخړې د دواړو لوريو ترمنځ د سولې په برخه کې د ځایي قومي مشرانو او منځګړو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ د يادو لوريو تر منځ د تلپاتې سولې د دوام او ټينګښت غوښتنه وکړه.
 
په پای کې له اوږدو خبرو او بحثونو وروسته دواړه کورنۍ سره پخلا شوې او ډاډ یې ‎څرګنډ کړ چې وروسته له دې به په خپلو منځونو کې شخړه نه کوي او د خپلو مشرانو پریکړو ته به په درنه سترګه ګوري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu