د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي کې د قومونو ترمنځ د یووالي اوهمغږۍ غونډه جوړه شوه

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۸:۲۸
mobta

چهارشنبه ۸شعبان المعظم ۱۴۴۴

په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي ، ځایې یو شمېر چارواکو او د یاد ولایت له مرکز اوبېلابېلو ولسوالیو څخه رابلل شويو دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی و. غونډې ته لومړى د کاپيسا والي ښاغلي قاري احسان بريال پخپلو خبرو کې کاپیسا ولايت د ميړنيو او غيرتي قومونو گډ کور ياد کړ ويې ويل چې د بهرنيو اشغالگرو پر وړاندې د جهاد په دوران کې يادو قومونو ډيرې قربانۍ ورکړې دي چې د اسلامي امارت مشران د دې ولس قربانۍ نه هېروي. ورپسې د غونډې يو شمېر گډونوالو په خپل وار ويناوې وکړې، د هيئت غړي مفتي زاهد په دوحه کې د کب د لسمې نېټې تاریخي معاهدې لاسليک د امریکایي استعمار د سیاسي ماتې او افغان ولس د جهاد د بریا ورځ وبلله او ددې ورځې په مناسبت یې ټول افغان ولس ته مبارکي وویله په وينا يې هغه معاهده چې کټ مټ د حديبيې د تړون په څير د فتح مبين پيلامه شوه. افغانستان خپلواکي واخيسته او د سولې، امن او ورورولۍ ټغر په ټول هيواد کې خپور شو، مشرانو دغه راز له مراجعینو سره د ولايتي ادارې له همکاریو مننه و کړه او د اسلامي امارت له مسولينو څخه يې و غوښتل چې د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي.

mobta

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي ملا عبدالخالق عابد پخپلو خبرو کې وویل د دوحې تړون د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو لپاره يوه ستره سياسي بريا وه. الحمدالله نن ورځ په ټول افغانستان کې د اختلاف او بيلتون ټکی شتون نلري، د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د هر چا حقوق مشخص او خوندي دي. نوموړي زیاته کړه هېواد مو تر څلويښت کالونو ډېره موده جګړو ځپلی او د رغولو لپاره يې ډېر کار ته اړتيا شته. اسلامي امارت به د دې ملت هرې غوښتنې ته مثبت ځواب وايي، خلکو ته د کار زمېنې د برابرولو، کانالونو، بندونو او سړکونو جوړولو ته يې پلانونه جوړ کړي، چې د کاپيسا ولايت د خلکو ستونزو ته به هم رسيدګي کيږي. ښاغلي عابد وویل چې د اميرالمؤمنين حفظه الله عمومي عفوې دا ملت يو ځل بيا د انتقام طلبۍ او غچ اخيستنې له بدو پايلو وژغورلو. ان شاء الله چې د مشرانو په همکاري به د ملي وحدت په ټينګولو کې لا ډېرې هڅې کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار کې د ۳۰ کلنې شخړې سربېره يوه بله ۱۷ کلنه شخړه حل او کنړ کې هم دوې مرورې کورنۍ پخلا شوې

چهار شنبه ۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ په ننګرهار ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ کلونو په دوام هغه اوږدمهاله شخړه حل شوه، چې له کبله يې يو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې. د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۱۹
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د دايکندي له ولسونو سره پراخه ولسي غونډه وشوه

چهارشنبه ۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ نن له غرمې وړاندې د دايکندي ولايت له ولايتي مسؤلينو، د بېلابېلو ولسواليو له استازو، قومي مخورو او عامو ولسي خلکو سره د ياد وزرات د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۱۶
Background image

په لغمان کې ۴ کلنه او باغیس کې هم یو شخړه حل شوه

۱۰ صفرالمظفر ۱۴۴۷هـ.ق د لغمان ولایت د دولت‌ شاه او د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویمي واحدونو په هڅو، دوې اوږدمهاله شخړې په دوستۍ بدلې. . .

BACK TO NEWS

User account menu