د کاپيسا ولايت له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۳
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه قومي مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو په ترڅ کې د سولې په روانو خبرو کې د اوربند په اړه د ولسونو غوښتنې او یو لړ نور موضوعات له محترم صميم سره شریک کړل. وی ویل: د کاپيسا ولايت ولسونه تل دخپل نظام ملاتړ کړی او خپل ملاتړ ته به دوام ورکوي.

ورپسې ښاغلی صمیم د نوموړو له حضور څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د سرحدونو او قبایلو چار وزارت د ټولو قومونو ګډ کور دی او موږ به له ولسونو سره ګډ کار کوو، تر څو ملي ارزښتونه مو خوندي شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu