د کاپيسا ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو په آمريت کي له قومي مخورو سره ناسته ترسره شوه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۷ - ۵:۳۷
m

د کاپيسا ولايت له مرکز او ولسواليو څخه راغليو قومي مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو آمريت له آمر ملا صديق الله صیاد سره په ياد آمريت کي وکتل ،د کاپيسا ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو آمر ښاغلي ملا صديق الله (صياد) د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د سرحدونو او قبایلو آمريت اړوندو چارو او پاليسيو په هکله خبرې وکړې، نوموړي وويل چي د سرحدونو او قبایلو آمريت د کاپيسا د ولسونو او اسلامي امارت تر منځ د پُل حيثيت لري او د ولس خلکو ته دا حق ورکوي چي خپلو ستونزو او مشکلاتو ته د حل موندلو او ستونزو د هواري په موخه د ياد وزارت ولايتي او مرکزي واحدونو ته مراجعه وکړي او د ټولو قومي منازعاتو او نورو شخړو د حل لپاره ددوئ دروازې يې تل پر مخ پرانيستي دي.

راغلو قومي مشرانو د اسلامي امارت سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅې وستايلې ، چي تل يې د ولسونو راتګ ته لبيک ويلي او ستونزو ته يې تل پر وخت رسيدګي کړې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu