د کابل ده سبز ولسوالي له قومي مشرانو سره د مسؤلينو غونډه

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۹
د کابل ده سبز ولسوالي له قومي مشرانو سره د مسؤلينو غونډه

 

سه شنبه ۹ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د يوه پلاوي په مشري نن له غرمې وړاندې د پلازمېنې کابل په ده سبز ولسوالي کې يوه لويه ولسي غونده ترسره شوه، چې پر مهال یې د دغه ولسوالي استازو په ګډون، قومي مشرانو، ديني عالمانو، متنفذينو، سپین ږیرو او ځوانانو برخه لرله.

د دغه ولسي غونډې پر مهال قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې که څه هم د ده سبز ولسوالۍ خلک له يو شمېر ستونزو سره مخ دي، خو په دغه ولسوالي کې هېڅ ډول قومي، ژبني او سمتي تعصب شتون نه لري. هغوی وويل: د افغانستان د ډيری ولايتونو بېلابېل قومونه په دې ولسوالي کې مېشت دي او له نېکه مرغه، چې د قومي او مذهبي اختلافاتو پر ځای، خلک په بشپړ اتفاق، ورورولي او ګډ تفاهم کې ژوند کوي. يادو قومي مشرانو خپلې لومړنۍ ستونزې هم له مسؤلينو سره شريکې کړې.

ورپسې د وزارت د کوچیانو چارو د اسکانو ریاست رئيس مولوي محمد اسحاق ادریس غونډې ته په خپله وينا کې وويل: خوښ دی، چې نن د ولسوالي له خلکو څخه اوري، چې په دې ولسوالۍ کې ميشت قومونه او ولسونه په اتفاق، يووالي او ورورولۍ کې ګډ ژوند کوي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د خلکو ستونزې به د حل په موخه له لوړرتبه مشرانو سره شريکې شي. هغه همداراز د اميرالمؤمنين حفظه الله فرمانونه، چې د انساني قاچاق د مخنيوي او د ناسمو رواجونو د له منځه وړلو په تړاو ول تشريح کړل او د دغو فرمانونو د پلي کېدو پر 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu