د پکتیکا ولسونو د یوې ولسي غونډې په ترڅ کې د جمهوري نظام ، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ، د بین الافغاني خبرو څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند او د دایمي اوربند غوښتنه وکړه !

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۹:۳
mobta

 

په غونډه کې، چې د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ میاشتې پر ۳ نیټه جوړه شوه ، د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني ، مرستیال والي شیربادشاه اورګوني ، د ولایتي شورا غړو ، د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس ، ګڼ شمېر قومي مشرانو ، دیني عالمانو ، مخورو ، ښځینه فعالانو او یوشمېر ځوانانو ګډون کړی ؤ.

د غونډې په پیل کې د پکتیکا د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس خان محمد پکتین د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې اجنډا یې وړاندې کړه ، همدارنګه یې د سرحدونو او قبایلو چارو د محترم سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم او د جرګو او قبایلو سره د همغږۍ معین الحاج محمد یعقوب احمدزي پیغام د پکتیکا ولسونو ته وړاندي کړ چې د هوا د خرابوالي له امله یې پکتیکا ته راتګ ونشو .

ورپسې د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا غړي عبدالمبین فقیرزاده وینا وکړه چې په خپلو خبرو کې یې د نظام او ملي امنیتي ځواکونه څخه په کلکه خپل ملاتړ وکړ ، او زیاته یې کړه چې موږ به په هر صورت د خپل شته اسلامی نظام ننګه او ملاتړ کوو، او هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ ولسونه یو ځل بیا کډوالې ته مجبور کړي ، په اوسني نظام کې زموږ ننګ او زموږ عزت خوندي دی ، او موږ به یې په کلکه ملاتړ کوو.

وروسته د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالي قومي مشر الحاج ګلاخان کټوازي وینا وکړه ، په خپلو خبرو کې یې د افغانستان د اسلامی جمهوري نظام ، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې خبرو څخه د ولسونو په استازولې کلک ملاتړ وکړ، وې ویل، چې د پکتیکا ولسونه د بېړني اوربند د اعلان غوښتنه کوي ځکه چې په جګړه او وینه توئیدنه کې یې سخت زیان لیدلی دی.

دغه راز د پکتیکا ولایت د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر ښاغلي خورشید امان کټوازي وویل؛ چې موږ همیشه په خپله خوښه جوړ کړل شوي نظام څخه ملاتړ کړی دی او بیا یې هم د سر په بدله کوو .

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د خپلو خبرو په ترڅ کې د پکتیکا له ولسونو څخه مننه وکړه، چې په هر راز شرایطو کې د نظام او خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ دریدلي او په ډېره مېړانه یې تل د هغوی ملاتړ کړی دی ، ښاغلي څمکني د سولې په راوستلو کې د قومي مشرانو او علمای کرامو رول مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې ستاسو په استقامت او دوامداره ملاتړ به موږ انشاالله د یوه پایداره نظام او سوله ایز افغانستان شاهدان واوسو.

غونډه د مولوی محمد یعقوب لخوا د سولې ټینګښت په دعایې سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵
Background image

د هيواد په شپږو ولايتونو کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په مختلفو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu