د پکتیکا ولایت قومي مشرانو او دیني عالمانو د تاوتریخوالي دکمښت او د سولې خبرو څخه ملاتړ وکړ!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۵۵
mobta


شنبه د ۱۳۹۸ کال د کب درېیمه
په دې هکله جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي ښاغلي شیربادشاه «اورګوني » د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس خان محمد «پکتین» د حج او اوقافو رئیس مولوی ضبط الله د ولایتي شورا غړي ښاغلي عزیز عزیز او د پکتیکا ولایت د بیلابیلو ولسوالیو څخه اویا تنه قومي مشرانو او علمای کرامو ګډون کړی وو.
غونډه د قاري محمد امین له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ، ورپسې د پکتیکا ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس خان محمد پکتین خپله د ښه راغلاست وینا کې د پکتیکا ولایت له قومي مشرانو او علمای کرامو څخه مننه وکړه چې تل د ولسونو په ګټه خپل ټولنیز مسولیت سرته رسولی دی ځکه چې دوی د ولس په نبض له هرچا څخه ښه پوهیږي ، په اوسني وخت کې چې زموږ هیواد له یوه تاریخي او حساس پړاو څخه تیریږي د قومي مشرانو او علمای کرامو مسولیت لا دروند دی ، چې په ولس کې د سولي او اوربند لپاره عامه پوهاوی او عملي کار وکړي تر څو ژر تر ژره زموږ هیواد له دې خونړۍ جګړې څخه راووځي او د سولې په لور حرکت وکړو .
وروسته د پکتیکا ولایت مرستیال والي په خپله هر اړخیزه وینا کې په اوسنیو شرایطو کې د ولسونو له یووالې او راټولیدنې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې له تیرو څلویښتو کلونو څخه سوله زموږ د ټولو افغانانو یواځنی آرمان دی چې زموږ ټول ولس همدې آرمان ته د رسیدنې په هڅه کې دي او سولې ته خپله خوښې ښیې ، مرستیال ولي زیاته کړه چې د هرې ټولنې لپاره د نظام شتون یوه اړینه پدیده ده ، زموږ ولس هم باید شته نظام لا پیاوړی کړی او د نظام ستنې ولسونه دي هغه نظامونه تلپاتې وي چې په ولس تکیه او باور ولري .
ورپسې د پکتیکا ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوی ظبط الله د سولې پر ضرورت خبري وکړي چې اوس د ژوند له ټولو نورو ضرورتونو څخه ولس هغه ته زیاته اړتیا لري ، او زیاته یې کړه چې نور هغه وخت رارسیدلی دی چې موږ سولې پر لور چټک او بیړني ګامونه واخلو .
وروسته د پکتیکا ولایت د قومونو په استازیتوب د خیرکوټ ولسوالي د قومی شورا مشر ډګروال ګلاخان ، د سروبي ولسوالي قومي مشر قاضي سعید، د پکتیکا ولایت د علماو شورا رئیس مولوی سید حبیب الله جان خبري وکړي ، د اورګون ولسوالي د علماو شورا رئیس مولوی غازي محمد، د مټاخان ولسوالي د شورا مشر مدثر ننګرخېل د پکتیکا ولایت د جنوبي ولسوالیو د قومونو په استازیتوب قومي مشر محمد ظاهر او پکتیکا د ولایتي شورا غړی ښاغلي عزیز عزیز په وار سره خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې د اوربند له پیل کېدا او د سولې خبرو څخه خوښې وښوده او همدارنګه یې له حکومت او طالبانو دواړو څخه وغوښتل تر څو د اوربند ټول اصول مراعات کړي ، هغه وویل چې زموږ لپاره اوس یو ښه فرصت دي چې د سولې لپاره یوه نړیواله اجماع رامنځته شویده له دې سره به موږ وکولای شو چې یوې تلپاتې سولې ته ورسیږو ، هغه ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ولایتي شورا د دوی په څنګ کې ولاړه ده او د ولس له ټولو حقوقو څخه به دفاع کوي او د ولس غږ به حکومت ته رسوي .
غوڼډه د مولوی ظبط الله له لورې د سوله ئېز او بسیا افغانستان په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu