د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ له قومي مخورو او علماوو سره ملاقات

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۳:۱۲
Mobta

۱۴۴۴/۳/۲۷ يکشنبه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د ځاځي اريوب ولسوالۍ له يو شمير قومي مشرانو او ديني عالمانو سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.

د ځاځي اریوب ولسوالۍ مشرانو په نمايندګي مدير محمد اکبر حقمل او  محمد انور صديقي د خپلو ولسونو غوښتنې او ستونزې شریکې کړې.

ښاغلي حقمل وويل: د ځاځي اریوب ولسونو لکه څرنګه چې د اشغال پرمهال جهادي محاذونه ګرم ساتلي وو دغه راز اوس د اسلامي امارت له اسلامي نظام څخه کلک ملاتړ او د دين او وطن څخه دفاع ته تيار دي.

Mobta

ښاغلي صدیقي بيا وويل: د خپلواکۍ او اسلامي شرعي نظام د حاکميت ولسونو هم بې درېغه قرباني ورکړې او د اشغال پر مهال دغه سيمه د بيارغونې له بهير څخه محرومه پاتي شوې لارې يې ويجاړې او خلک يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، نوموړي د ګاونډي هيواد پاکستان سره د لارې د بيا پرانستل کيدو غوښتنه وکړه تر څو د ناروغانو د انتقال تر څنګ يې اقتصادي ستونزې هم هوارې شي.

په پای کې سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري راغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او ددوئ غوښتنې يې مشروع يادې کړې او زياته يې کړه چي ددوئ يادې ستونزې يې ځاځي اريوب سيمې ته د سفر پر مهال پخپلو سترګو کتلې او د حل په موخه يې ددوئ تر غوښتنه مخکې هم له اړوندو ارګانو سره شريکې کړې.

ښاغلي نوري د پکتيا ولايت ولسونه د غيرت، ميړانې او په جهاد کې د ستړياو او قربانيو له کبله وستايل او ډاډ يې ورکړ چي اسلامي امارت په ټول هيواد کې متوازنې اقتصادي او ټولنيزې پراختيا ته د ژمنتيا پر اساس  ټولو محرومو سيمو ته  ځانګړې توجه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu