د ټولګټو وزارت له سرپرست او نوماند وزیر سره کتنه!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۴:۵۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن شنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د ټولګتو وزارت له سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نجیب الله یمین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ټولګټو او ملي پروژو په ساتنه کې د قومي مشرانو او ولس په ونډه خبرې وشوې او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د جرګو له لارې د ټولګټو پروژو ساتلو ته د خلکو هڅوول له ارزښته ډک وبلل شول. دواړو لورو د ملي پروژو په ساتلو او تطبیق کې د خلکو همکاري ګټوره وبلله او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

له قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره ناسته!

د سرحدونواو قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د غزني او پکتیکا ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۹:۳۷
Background image

پر ښوونيز مرکز باندې بريد د وحشت انتها ده!

 

په زياتې خواشينی سره خبر شوم، چې د هېواد، دين او تعليم دښمنانو نن مازديګر د کابل ښار د دیارلسمې امنیتې حوزې اړوند په پل خشک سیمه کې د کوثر په نامه یوه ښوونیز مرکز دروازې ته مخامخ. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۹:۵۴
Background image

د خواخوږۍ او تسلیت پیغام!

په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د لوګر ولايت ستر دیني عالم، پياوړی سیاسي، روحاني او جهادي شخصیت او قومي مشر مولوي محمد منور د هغې ناروغۍ له امله، چې ورپېښه شوې وه په حق رسېدلی. . .

BACK TO NEWS