د وزارت لېسو ته د زده کوونکو د جذب ازموینه واخیستل شوه

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۹:۳۳
خبر

۱۱/۱۰/۱۴۴۵

د ۱۴۰۳ هـ ل کال لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت درې ګونو  رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ) عالي لېسو ته د زده کوونکو د شمولیت متفرقه ازموینه د وزارت د غونډو په تالار کې واخیستل شوه چې پر مهال یې له مختلفو ولایتونو څخه ۸۱ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو. یاد زده کوونکې چې د هیواد له ټولو ولایتونو، لرې پرتو او محرومو ولسوالیو څخه دي، د خپل سهم او په ازموینه کې د ترلاسه کړیو نمرو په اساس به د وزارت دریو واړه لېسو ته جذب او لیستونه به یې له پایلو سره یوځای د وزارت له ویب پاڼې خپاره شي. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هڅه کوي چې د هیواد د سرحدي او له زده کړو بې برخو سیمو زده کوونکو ته د زده کړې اسانتیا او غوره درسي چاپیریال را منځته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

جوزجان کې د ۷ کلنې شخړې پای

 

پنجشنبه ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو رياست مسئولینو د ولايتي ادارې په همکاري د قوشتپې ولسوالي د چهارسای سیمې ته د خپل سفر پرمهال د دوو قومونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۵۸
Background image

ننګرهار کې دوه جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهار شنبه ۷ جمادي الاولی ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکاري د ياد ولايت په بهسود ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ. . .

BACK TO NEWS

User account menu