په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني له لوري د خاک جبار ولسوالي په مرکز او چينار کلي کې له مسؤلينو، قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او ګڼو ولسي خلکو په حضور کې ترسره شوه. 

د يادې غونډې له لارې قومي مشرانو او عامو خلکو په خپلو خبرو کې ځايې سيمه ييزې ستونزې شريکې کړې او د هغې د حل غوښتنه يې وکړه. يادو قومي مشرانو د اسلامي امارت کلک ملاتړ څرګند کړ او ژمنه يې وکړه، چې په هرحالت به د دې شرعي نظام ترشا دريږي. دوی له مسؤلينو وغوښتل، چې خاک جبار ولسوالي ته خاصه پاملرنه وکړي.

د غونډې پرمهال د جرګو رئيس ښاغلي افغاني د ولسي خلکو ستونزې واورېدې او د حل په موخه د ډاډ څرګندولو ترڅنګ يې وويل: زموږ وزارت د هيواد په ليري پرتو سيمو کې هم د خدمتونو په ترسره کولو بوخت دی، چې د شخړو حل، د سړکونو، مسجدونو، روغتيا او لسګونه نورې پراختیايي پروژې د همدې وزارت له لوري ترکار لاندې دي. نوموړي همداراز خلکو ته د اميرالمؤمنين حفظه الله وروستی فرمان تشريح کړ، چې موخه يې د ټولنې د ناسمو رواجونو او بې ځايه لګښتونو له منځه وړل دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

جوزجان کې د ۷ کلنې شخړې پای

 

پنجشنبه ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو رياست مسئولینو د ولايتي ادارې په همکاري د قوشتپې ولسوالي د چهارسای سیمې ته د خپل سفر پرمهال د دوو قومونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۵۸
Background image

ننګرهار کې دوه جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهار شنبه ۷ جمادي الاولی ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکاري د ياد ولايت په بهسود ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ. . .

BACK TO NEWS

User account menu