د وزارت له چارواکو او کار کوونکو سره د مخه ښې غونډه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۴:۴۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو پخواني وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي د مخه ښې په غونډه کې چې د۱۳۹۹لمریزکال د وږي پر۲۵جوړه شوې وه. د دغه وزارت نوماند او سر پرست وزیر ښاغلي محب الله صمیم، محترمومرستیالانو، سلاکارانو، رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

په پیل کې ښاغلي شېرزي په حکومتي پوستونو کې ادلون بدلون یو اصل یاد کړ وې ویل : حکومت لازمه وګڼله چې صمیم صاحب وزارت ته راشي او کار وکړي، زه هم خوشحاله یم بریا یې غواړم همدا راز یې له همکارانو مننه وکړه، چې له ده سره یې د چارو په پر مخ بېولو کې همکاري کړې د وزارت له کارکوونکو یې وغوښتل،چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي صمیم سره هم په ډېرعزت او دروندوالي خدمت وکړي، همدا راز یې له نظام څخه ساتنه د هر افغان او خپل ځان مسولیت وګاڼه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په تېرو دوو لسیزو کې د ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي د خدمتونواود وطن د ازادۍ اوثبات لپاره یې د قربانیو یادونه وکړه وې ویل: ډاډ درکوم چې شېرزی صاحب به زموږ مشروي او د یوه مشر په توګه به ورسره چلند کوو. ښاغلي محب الله صمیم د وزارت چارواکو ته په خطاب کې وویل: چې د یوه هدف له پاره راټول شوي یو، هېواد ته خدمت کوو،کوم چانس چې په لاس راغلی باید ګټه ترې واخلو، څنګه کولای شو په دې حساسو شرایطو کې د نظام ملاتړ وکړو، خلک منسجم کړو سیاسي، امنیتي، اجتماعي او اقتصادي ثبات رامنځته کړو، بیا به نو هر هېواد وال هوسا ژوند ولري او دې ته ژمن او متعهد یو، خدای (ج) دې وکړي چې موږ خپلې خاورې ته غوره خدمتونه وړاندې کړو. همدا راز یې صداقت، ښه خدمت او ظرفیت یې د کارکولو معیار وګڼل چې په دې سره به مخ ته ځو.

وروسته د وزارت مسلکي مرستیال ډاکټرفریدون بارکزي هم په خپلو خبرو کې ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي ته د کامیاب ماموریت مبارکي وویله او ښاغلي صمیم ته یې د وزارت د کارکوونکو په استازېتوب ډاډ ورکړ، چې د نظام، ملي ګټو، ملي هویت، ملي یووالي او سیاسي ثبات په ساتلو کې به خپلو همغږو هلو ځلو ته دوام ورکړی.

د غونډې په پاې کې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي ښاغلي شېرزي ته د وزارت د ټولو کارکوونکو په استازېتوب د ویاړ پکړۍ ورپه سره کړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار کې د ۳۰ کلنې شخړې سربېره يوه بله ۱۷ کلنه شخړه حل او کنړ کې هم دوې مرورې کورنۍ پخلا شوې

چهار شنبه ۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ په ننګرهار ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ کلونو په دوام هغه اوږدمهاله شخړه حل شوه، چې له کبله يې يو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې. د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۱۹
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د دايکندي له ولسونو سره پراخه ولسي غونډه وشوه

چهارشنبه ۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ نن له غرمې وړاندې د دايکندي ولايت له ولايتي مسؤلينو، د بېلابېلو ولسواليو له استازو، قومي مخورو او عامو ولسي خلکو سره د ياد وزرات د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۱۶
Background image

په لغمان کې ۴ کلنه او باغیس کې هم یو شخړه حل شوه

۱۰ صفرالمظفر ۱۴۴۷هـ.ق د لغمان ولایت د دولت‌ شاه او د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویمي واحدونو په هڅو، دوې اوږدمهاله شخړې په دوستۍ بدلې. . .

BACK TO NEWS

User account menu