د وزارت د پلان او پالیسۍ او اداري او خدماتو ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۴:۴۳
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن چهارشنبې د ۱۳۹۹لمریز کال د تلې میاشتې پر ۹ مه نېټه د پلان او پالېسۍ او اداري او خدماتو ریاستونو له رئیسانو او کارکوونکو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې په جلاجلا توګه وکتل.

په یاده کتنه کې، چې د مقام د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، د اړوندو ریاستونو مسؤلینو د خپلو تېرو، اوسنیو او راتلونکو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل، یو لړ غوښتنې او ستونزې یې د حل په موخه شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د یادو ریاستونو له رئیسانو او کارکونکو څخه د مننې په ترڅ کې د دوی هڅې د ستاینې وړ وبللې او د چارو د بهبود لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .

BACK TO NEWS

User account menu