د وزارت د سرحدي او قبايلي معلوماتو د انسجام پروژې فعاليتونه وارزول شول!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۳:۲۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن د وزارت سرحدي او قبايلي معلوماتو د انسجام پروژې له متخصصينو سره وکتل او د دوې فعاليتونه يې وارزول.

په دې کتنه کې ښاغلي بارکزي د وزارت د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو، د دوې د ستونزو د اورېدو، او په هره برخه کې د اصلاح په موخه د وزارت د کارکوونکو سلا مشورو په اړه د دغې پروژې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ورپسې د یادې پروژې مسوولينو د خپلو کړنو په اړه څرګندونې وکړې ډاډ يې ورکړ، چې خپلې چارې به د وزارت له ټولو رئيسانو او سلاکارانو سره په بشپړې همغږۍ او پوره صداقت پرمخ بیایي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

پنجشير کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولايتي غونډو په لړ کې نن د پنجشير ولایت په مرکز کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشرۍ او د قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه د خبرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۲
Background image

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني په سوله او ورور ولۍ بدله شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د لغمان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۲۵ کلنه دښمني، چې د يو لړ. . .

BACK TO NEWS

User account menu