د وزارت دوهمو ولايتي واحدونو ته د ظرفيت لوړونې ورکشاپ پرانيسته

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۸:۴۳
mobta

۱۴۴۴/۵/۲ هـ ق

ددې ورکشاپ په پرانيسته غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري په شمول د مالي او اداري عمومي رئيس ملا محمد انور تائب، د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د مقام دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د بشري زېرمو رئيس مولوي کريم شاه تيلوي، د کوچيانو د اسکانو او اقتصادي چارو رئيس مولوي محمد سنګين کوچي او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت هم ګډون درلود، د قرآنکريم د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو. دې ورکشاپ ته چي له ټولو ولايتونو څخه رئيسان، آمرين، اجراييه او اداري مديران او سرحدي کارپوهان ورته رابلل شوي چي اووه ورځې به دوام وکړي. په پيل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري وينا وکړه، ټولو راغلو مسؤلينو او کارمندانو ته يې ښه راغلاست ووايه او ددوئ د يو کلن بريالي ماموريت او ښه فعاليت ستاينه يې وکړه، ښاغلي نوري د حکومتولي او اړوندو چارو د ښه پر مخ بيولو لپاره د ظرفيت لوړول او مهارتونو تر لاسه کول اړين وبلل او له ګډونوالو نه يې وغوښتل چي په پوره توجه او دقت دي د رهبري، مديريت او اداري چارو دغه ورکشاپ څخه استفاده وکړي.

mobta

دغه راز د جرګو رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي هم د ياد ورکشاپ پر اهميت او ګټو رڼا واچوله او زياته يې کړه چې ستاسو کاري وړتيا د تير کال په اوږدو کې ثابته شوې چي ادارې مو فعالې کړې او د لا بهبود هڅې مو کړې، ددې ورکشاپ وروسته به ان شاء الله د مجربو استادانو له خوا لا ډيره ارتقاء ترلاسه کړئ. شيخ حضرت ولي حقاني د نظام د تقويې او حکومتولۍ د مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره دغه راز ورکشاپونه خورا اړين ياد کړل او د ديني علومو تر څنګ يې د عصري علومو تر لاسه کول اړين وبلل. مولوي کريم شاه تيلوي له ټولو ګډونوالو وغوښتل چي راتلونکې اوونۍ دي د مهال ويش سره سم په درسي ساعتونو کې ګډون وکړي او زده کړي مهارتونه دي له نورو سره شريک کړي. نوموړي زياته کړه چي ګډونوال دي د خپلو ادرو اړوند ستونزې هم له وزارت سره شريک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu