د وزارت اړوند لېسو کې د هر اړخیزو اصلاحاتو د پلي کولو غونډه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۴:۴۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن شنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۱۷ مه نېټه د وزارت له یو شمېر رئيسانو او اړوند لېسو له مسؤلینو سره د وزارت اړوند لېسو کې د هر اړخیزو اصلاحاتو د پلي کولو په موخه غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي له اړوند مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د نوي تعلمي کال لپاره د وزارت په اړوند لېسو کې د ښېرازۍ، د لیلې خونو، یونیفورم، د زده کوونکو د خوړو او د تدریس کفیت ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې د لېسو څخه له نږدې لیدنه او څارنه وکړي.

همدا راز یې زیاته کړه، چې په لېسو کې دې د کرونا ویروس پر وړاندې د زده کوونکو لپاره وقايوي او د مخنیوي پروګرام په لار واچول شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu