د وزارت اړوند خوشال بابا او رحمان بابا له عالي لېسو څخه لیدنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۹:۴۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په داسې حال کې چې د ښوونې او روزنې رییس یې ملتیا کوله د رحمان بابا او خوشال بابا له عالي لیسو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي بارکزي چې د نوي تعلیمي کال د پیل په لومړۍ ورځ یې د ازموینې له بهیر څخه لیدنه کوله، زده کوونکو ته په خطاب کې وویل: وزارت ژمن دې چې زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپیریال رامنځته کړي له زده کوونکو څخه مې غوښتنه داده، چې خپلو زده کړو ته زیاته پاملرنه وکړي، استادانو ته درناوي ولري او د لیسو نظافت او ساتلو ته پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه یادو لېسو د کانکور په ازموینه کې تر هر وخت ښې پایلې ترلاسه کړې, طب پوهنځي ته ۴۰ تنه، انجنیری ته ۹۹ او حقوق او اقتصاد پوهنځیو ته تر سلو زیات زده کوونکي بریالي شول او د خوشالۍ ځای دی چې بې نتیجې زده کوونکي مو نه درلودل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu