د وزارت اړوندو لېسو له زده کوونکو سره کتنه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۲۸
mobta
 
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د وزارت اړوند رحمان بابا او خوشال بابا عالي لېسو له زده کوونکو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه وکتل.
د کتنې په پیل کې د یادو لېسو زده کوونکو یو لړ ستونزې د حل په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې وې ویل: موږ د وزارت له رهبرۍ څخه خوشحاله یو، چې زموږ ډېرې ستونزې راته حل کړي او په دې برخه کې یې رښتینې هلې ځلې تر سره کړي دي.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د یادو زده کوونکو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: موږ د تل په څېر ستاسو غوښتنو ته د حل لارې چارې لټولې دي انا شاالله چې په راتلونکي کې به ستاسو پاتې ستونزې د وزارت د امکاناتو سره سمې حل شي ، له تاسو څخه مو هیله دا ده، چې خپلو زده کړو ته متوجې اوسئ او د خپلو استادانو په قدر او ارزښت پوه شئ.
همدا راز ښاغلي صمیم د زده کوونکو څخه وغوښتل، چې د خپل هېواد د راتلونکې لپاره زیار اوباسئ او خپلې زده کړې په سمه توګه ترسره کړئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu