د وزارت اداري مجلس جوړ شو!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ په اداري مجلس کې، چې نن چهار شنبې د مرغومي پر ۲۴ نېټه ددغه وزارت د معینانو، سلاکارانواو رئیسانو په ګډون جوړشو، د چارو په پرروڼتیا او چټکتیا باندې ټینګار وشو.

په پېل کې ښاغلي صمیم له جلالتماب جمهور رئیس سره د لیدنې په اړه وویل: چې له جلالتماب جمهور رئیس څخه مو هېواد او خلکو ته د خدمت په اړه هدایتونه او لارښوونې واورېدلې، د سرحدنو او قبایلو چارو وزارت ته پاملرنه لري او پراهمیت یې تر هر چا ښه پو هيږي، کومې طرحې، غوښتنې او وړاندیزونه چې مو ورسره شریک کړل هغه یې ومنل، د هېواد او خلکو په ګټه یې د خدمت کولو په برخه کې له وزارت سره د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.

دغه راز یې نیمروز ولایت ته د خپل رسمي څلور ورځني سفر، د نیمروز والي له خوا د ګرم هر کلي، له قومي مشرانو، قومي شوراګانو له مشرانواوغړو، مدني فعالانو او دیني عالمانو سره یې د لیدنو کتنو او هلته په درنه ولسي غونډه کې د ګډون او په دغه ولایت کې یې په لیلیه توګه د ېوې لیسې او جرګو د تالار جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل. ویې ویل: دا چې د هغه ولایت له درانه ولس سره څو ورځې پاتې شوم خوشحال شول، هغوی مو له نظام اوداسې سولې څخه ملاتړ ته وهڅول چې عزت اوامنیت موپه کې خوندي وي، د غونډی ګډون والو د اور بند غوښتنه درلوده او تر څنګ یې یو لړغوښتنې او وړاندیزونه درلودل چې له ځان سره مو یاداښت کړل، د حل په موخه به یې له اړوندو ادارو سره شریک کړو.

mobta

ورپسې د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضي زاده هم د کابینې د تېرې غونډې بحث شوي موضوعات له مجلس سره شریک کړل.

وروسته د داخلي تفتیش ریس د قرادادونو د روڼتیا او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس د رسنیو په مرکز کې د غونډې رپوټونه وړاندې کړل، دغه راز مجلس د وزارت د قراردادونو او نورو تدارکارتي چارو د سمون، په دې برخه کې د ستونزود حل، اړتیا وړ توکو او موادو پرکیفیت تر بحث وروسته پر روڼتیا اوشفافیت او د تدارکاتو قانون سره سم د تدارکاتي چاروپه پرمخ وړلو ټینګار وکړ .

د مجلس په وروستۍ برخه کې ښاغلی مجیب الرحمن ((لحاظ)) چې د وزارت په وړاندیزاو د جلالتماب جمهور رئیس په منظورۍ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مقام دفتر د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوی و، د بشري زېرمو د رییس له خوا مجلس ته وروپېژندل شو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم ورته د بریا هېله وکړه او د چارو په پرمخ بیولو کې یې په همغږۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي لحاظ هم د وزارت او جمهوري ریاست له باور او اعتماد څخه مننه وکړه په ریښتینولۍ سره یې د چارو د پرمخ بیولو ژمنه وکړه وی ویل: په خپل ټول توان سره به د وزارت له چارواکو سره په بشپړې همغږۍ خپلو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړم.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu