د هېواد ځوانان باید خپلو زده کړو ته لومړیتوب ورکړي!
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته له یو شمېر ځوانانو سره د کتنې په ترڅ کې دوی خپلو زده کړو ته وهڅول وې ویل: ځوانان، چې د هېواد د راتلونکي جوړوونکي دي ، باید خپلو زده کړو ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو وکولای شي د علم او پوهې په ګاڼه سمبال او له دې لارې خپل هېواد او خلکو ته د خدمت جوګه شي.
