(( د هېواد پرمختګ او ثبات په زده کړو او کورنۍ پانګونه کې نغښتی دی ))

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۵۰
(( د هېواد پرمختګ او ثبات په زده کړو او کورنۍ پانګونه کې نغښتی دی ))

چهارشنبه ۱۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

دا خبرې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین، مولوي عنایت الله شجاع د مل پلاوي سره بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد وزارت له لوري د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ په موخه د یوې ولسي غونډې پر مهال خلکو ته وکړې.

نوموړي په ياده ولسي غونډه کې د اولادونو پر زده‌کړو او د هېواد پر اقتصادي پرمختګ کې د سوداګرو پر ونډې ټینګار وکړ. هغه له کورنیو وغوښتل، چې خپل اولادونه په علم او هنر سمبال کړي، څو د ټولنې د خدمت او هېواد د پرمختګ جوګه شي. ښاغلي شجاع همدارنګه له سوداګرو وغوښتل، چې په پردیو هېوادونو کې د پانګونې پر ځای په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، خپلو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي او د افغانستان په آبادۍ او اقتصادي ودې کې خپله برخه ونډه ادا کړي.

غونډه کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر د ولسي همغږۍ او د يوه امیر د اطاعت پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل: افغانان د سرښندنو او قربانیو زرین تاریخ لري، اوس اړتیا ده، چې د یووالي او اتحاد داسې تاریخ جوړ کړي، چې راتلونکي نسلونه پرې وویاړي. هغه همدارنګه افغانستان د غشو له ليندې سره تشبیه کړ او ویې ویل، چې د تاریخ په اوږدو کې له دې خاورې سره د مخامخ شویو لښکرو د ماتې او شرمندګۍ بيلګې لري.

قومي مشرانو د قومي شخړو د هواري او د قومونو ترمنځ د یووالي په برخه کې ترسره شوې هڅې د پام وړ وبللې او ویې ویل: دا خاوره د دوی د نیکونو او پلرونو خاوره ده، نو د ساتنې او آبادۍ لپاره به یې ضرور خپل مسؤلیت ادا کوي. دوی همدارنګه د برېښنا، سړکونو او پاکو اوبو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۹
Background image

په پنجشېر کې دوې کورنۍ له ۷ کلنې بدي وروسته سره پخلا شوې

چهارشنبه/۱۶/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د پنجشیر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه دښمني په دوستي بدله کړه او د طرفینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

(( د هېواد پرمختګ او ثبات په زده کړو او کورنۍ پانګونه کې نغښتی دی ))

چهارشنبه ۱۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

دا خبرې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین، مولوي عنایت الله شجاع د مل پلاوي سره بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد وزارت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۵۸
Background image

((  ولسونه بايد د نظام حمايت وکړي او د هېڅ ډلې په تبليغاتو ونه غولېږي ))

سه‌شنبه ۱۵ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین، مولوي عنایت الله شجاع، دغه څرګندونې په فاریاب ولایت کې د یاد وزارت له لوري د اسلامي نظام تر چتر. . .

BACK TO NEWS

User account menu