(( د هېواد پرمختګ او ثبات په زده کړو او کورنۍ پانګونه کې نغښتی دی ))
چهارشنبه ۱۶ جمادیالاول ۱۴۴۸
دا خبرې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین، مولوي عنایت الله شجاع د مل پلاوي سره بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد وزارت له لوري د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ په موخه د یوې ولسي غونډې پر مهال خلکو ته وکړې.
نوموړي په ياده ولسي غونډه کې د اولادونو پر زدهکړو او د هېواد پر اقتصادي پرمختګ کې د سوداګرو پر ونډې ټینګار وکړ. هغه له کورنیو وغوښتل، چې خپل اولادونه په علم او هنر سمبال کړي، څو د ټولنې د خدمت او هېواد د پرمختګ جوګه شي. ښاغلي شجاع همدارنګه له سوداګرو وغوښتل، چې په پردیو هېوادونو کې د پانګونې پر ځای په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، خپلو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي او د افغانستان په آبادۍ او اقتصادي ودې کې خپله برخه ونډه ادا کړي.
غونډه کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر د ولسي همغږۍ او د يوه امیر د اطاعت پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل: افغانان د سرښندنو او قربانیو زرین تاریخ لري، اوس اړتیا ده، چې د یووالي او اتحاد داسې تاریخ جوړ کړي، چې راتلونکي نسلونه پرې وویاړي. هغه همدارنګه افغانستان د غشو له ليندې سره تشبیه کړ او ویې ویل، چې د تاریخ په اوږدو کې له دې خاورې سره د مخامخ شویو لښکرو د ماتې او شرمندګۍ بيلګې لري.
قومي مشرانو د قومي شخړو د هواري او د قومونو ترمنځ د یووالي په برخه کې ترسره شوې هڅې د پام وړ وبللې او ویې ویل: دا خاوره د دوی د نیکونو او پلرونو خاوره ده، نو د ساتنې او آبادۍ لپاره به یې ضرور خپل مسؤلیت ادا کوي. دوی همدارنګه د برېښنا، سړکونو او پاکو اوبو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
