د هېواد د اساسي قانون د تصویب شپاړسمه کلیزه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴۵
mobta

د هېواد د اساسی قانون د تصویب شپاړسمه کلیزه نن چهارشنبه د۱۳۹۸لمریزکال دمرغومي پر۱۸نېټه د سرحدونو او قبایلو وزارت لخوا د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالارکې ولمانځل شوه.

په یاده لمانځغونده کې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي، د جرګو او قبایلي چارود همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله، سلاکارانو، ریئسانو، کارکونکو، د اساسي قانون پرتطبیق دڅارکمیسیون استازي ښاغلي ډاکتر محمدهارون ستانکزي او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزې پخپلو خبروکې لومړی د اساسي قانون د حکمونو پر اساس د وزارت پر دندو، چې د ملي یووالي او سیاسي ثبات ټينګښت، شخړو د حل، د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا اود هر راز توپیر د له منځه ورلو لپاره کارکوي رڼا واچوله وې ویل: چې د هېواد اساسي قانون په سیمه کې یو ملي او اسلامي قانون دی، مهم او اساسي ټکې یې باید د ټولو کارکوونکو زده وي او له هغې سره سم خپلې چارې او مسوولیتونه پرمخ یوسي.

ښاغلي بارکزي د اساسي قانون د مخینې او اوسني اساسي قانون د لومړیو څلورو مادو له مخې د دولت د تشکیلاتو، دندو او مسولیتونو د څرنګوالي د اتباعو د اساسي حقوقو، وجایبو، مدني آزادیو په اړه خبرې وکړې. وې ویل: چې نن موږ د خپل ملي یووالي لپاره راټول شوي یو . باید د خپل ګران افغانستان د پرمختک او ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې او د هغو پروړاندې مبارزه وکړو، چې غواړي د افغانانو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن ووهي.

ښاغلي بارکزي دغه راز له ټولو هغو ریسانو په تېره بیا د اطلاعاتو او عامه اړیکو له رئیس ښاغلي عبدالوحید خاورې څخه مننه وکړه، چې د غونډې په جوړولو کې یې هلې ځلې کړي دي.

همدا راز د اساسي قانون پرتطبیق د څار کمېسیون استازي ښاغلي ډاکترمحمد هارون ستانکزي هم د اساسي قانون د دولس فصلونو په اړه ټولیزه رڼا واچوله.

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي هم د الهي قانون، چی یو ثابت او تلپاتې قانون دی او پر بنسټ یي د نورو وضعي قوانینو، چې د وخت اړتیاوو ته په کتو د الهي قانون د احکامو په پیروۍ رامنځته کیږي خبرې وکړې. وې ویل: اساسي قانون باید لومړی پر ځان او بیایې پرنورو تطبیق کړو. ښاغلې احمدزي ټینګاروکړ، چې باید قانون ته درناوی وکړو له اساسي قانون څخه نا خبره نه اوسو، نورو ته یی وروښیو او هم يې عملي کړو.
همدا رازیې سوله ییز شرایط د قانون د پلي کولو لپاره اړین وبلل هیله یې څرګنده کړه، چې د سولې د روانو هڅو او له خپل نظام څخه باید ملاتړ وکړو او د نیمګړتیاو په اصلاح او سمون کې ورسره مرسته وکړو.

د غونډې په پای کې د اساسي قانون پرتطبیق د څارکمیسیون لخوا د اساسي قانون دوه میناتورې شوې نسخې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت محترمو معینانو ته له دې امله ډالۍ شوې چې د اساسي قانون د تطبیق په برخه کې عملي کارکړی دی.

همداراز د وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله له خوا د یاد کمیسیون استازو ته د ویاړ ډالۍ ورکړل شوې.

غونډه په هېواد کې د قانون د واکمنېدو په دعا پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu