د هلمند ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو په ریاست کې د بلوڅانو او شیعیانو ټولنیزې شورا،علماوو او قومي مشرانو سره غونډه ترسره شو!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۶:۲۰
m

 د روان هجري لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲ مه نیټه د یک شنبې په ورځ د هلمند ولایت د دولتي ادارو د ځینو مسؤلینو د شکایاتو مسؤل محترم مولوي صاحب نقشبندي، د شکایاتو د پلاوي مسؤل حاجي ملا آغا صاحب، د اپراسیون مرستیال قاري صاحب عبدالرشید خبیب ، د جلب او جذب استازي مولوي سیدغلام، د امربالمعروف مرستیال سعد مولوي صاحب، د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د پیژند مدیر مولوي عبدالقیوم حافظ ارشاد، د استخباراتو د کورني امنیت مسؤل مولوي عبدالصمد منصوري او ددې ولایت د امنیه قومندانۍ د اداري مرستیال مولوي صاحب بصري په کې ګډون کړی وو ددې ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو د رئیس محترم مولوي عبدالهادي حماد په مشرۍ جوړه شوه.

m

غونډه د مولوي صاحب نظیراحمد له خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه وروسته مولوي صاحب نقشبندي د افغانستان د اسلامي امارت د موخو او پالیسیو د تشریح او توضیح او د غونډې د ګډونوالو د پیژندګلوی په اړه هراړخیزه وینا وکړه ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس محترم مولوي عبدالهادي حماد د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي او ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د اسلامي امارت د موخو او پالیسیو سره سمه وینا وکړه مولوي صاحب حماد زیاته کړه د افغانستان خلک غیرتي او سوله غوښتونکي ولسونه دي او دې ولس چې په تیرو ۴۰ کلونو کې کومې ستونزې او ستړیاوې زغملي په ډیر صبر او زغم سره یې تحمل کړي دي او اوس چې د الله ج په فضل او نصرت سره د افغانستان اسلامي امارت د ولس په مرسته او همکارۍ بریالی شوی دی نو زما په ګډون ټول مسؤلین هڅه او کوښښ کوي چې د خلکو او ولس نظرونو، وړاندیزونو او غوښتنو ته غوږ ونیسي او د دوی شته ستونزې او غوښتنې په یووالي ، اتفاق او ورورولۍ سره حل او فصل کړي موږ د افغانستان ټول ولس ته که هزاره، تاجک ، ازبیک او پښتانه ورونه  او که په هیواد کې نور میشت قومونه دي احترام او درناوې ورته لرو او امیرالمؤمنین د افغانانو د پت او عزت د ساتلو لپاره عمومي عفوه اعلان کړی ده چې عملي کیدل یې پر موږ ټولو لازمه ده موږ ستاسي باداران نه یو بلکې ستاسې خادمان یو ددې ریاست دروازه تل ستاسو پرمخ خلاصه ده او زه ستاسو په خدمت کې یم د غونډې په بله برخه کې مولوي آغا، حاجي محمد صدیق زاهدي او معلم صاحب شیرمحمد په خپل وار سره خبرې وکړې او د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ یې د سرحدونو او قبایلو چارو له ریاست سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه غونډه په هیواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت او ولس د غوره خدمت  په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu