د هلمند له والي سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وشوې!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د هلمند له والي ښاغلي عبدالنبي الهام سره د ویډو کنفرانس له لارې خبرې وکړې!
په دې کنفرانس کې د قومونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت، د ستونزو په حل، د ټولنیزې هوساینې لپاره په ګډو هلو ځلو، د موجوده نظام څخه د قومي مشرانو د ملاتړ او د تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت لپاره په ګډو همکاریو ټینګار وشو.