د هلمند قومي مشرانو اوديني عالمانو پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولي په برخه کي د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۹:۲۵
mobta

د هلمند ولایت ديني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو د يوې لویي غونډې پرمهال, چي د سرحدونو او قبایلوچارو ریاست کي د مختلفو ولسوالیو د خلکو، ملا امامانو او ښځو په ګډون جوړه شوې وه، د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چي د سولې او اوربند په برخه کې د ولس غوښتنو ته ځواب ووایي، او له جنګ څخه لاس واخلي

‎ديني عالمانو اوقومي مشرانو د تاوتریخوالي د کمېدو پر سر د طالبانو خبرې هیله بخښونکې او د سولي د تړون مخکي يې د اوربند غوښتنه وکړه
‎ قومي مشر حاجي عبدالاحد معصومي، محمدصدیق ذاهدي، او ډګروال عبدالصمد مجاهد د وينا پرمهال وویل، چي که طالبان غواړي ولس ته خپل صداقت او ريښتنولي ښکاره کړي، نو د چاودنو، عام المنفعه تاسیساتو له ورانېدو، بريدونو او د مخامخ جګړې څخه دي لاس واخلي، له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کېني، او سوله وکړي

‎همدارنګه ديني عالم مولوي عبدالغفار او شیخ محمد ناصر عادل وویل، د اسلام له نظره سوله یوه مقدسه کلیمه او عمل دی، او دواړه اړخونه مکلف دي، چي خپلو منځو کي سوله وکړي، او د افغان وژني مخنیوی وکړي
‎نوموړو زیاته کړه، دا د قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ټولو خلکو دنده ده، چي د سولي لپاره واقعي کار وکړي

‎د غونډې پرمهال قومي مشرانو حاجي احمدجان، حاجي غلام جان، د نوزاد ولسوال ایوب عمر عمري او د ښځو په استازيتوب بي بي آرزو د تاوتریخوالي د کمښت کلیمه مبهمه وبلله او له طالبانو يې وغوښتل، چي بشپړ اوربند وکړی او یا د تاوتریخوالي کموالی هم د اوربند په ډول عملي کړي
‎د هلمند ولایت مقام مرستیال مجاهدالله صفاري غونډي ته د خبرو پرمهال وویل، سوله د افغانانو لومړيتوب دی، او د دولت وسله وال مخالفین باید د خلکو غوښتنې درک او عمل پرې وکړي

‎د سرحدونواوقبایلو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئېس نثاراحمد ذهیب احمدي وویل، وزارت غواړي د سولي، اوربند او د تاوتریخوالي د کمښت په اړه د قومي مشرانو، دیني عالمانو او خلکو نظرونه راټول او له دولت او اړوندو مراجعو سره په خاصه توګه د سولې چارو محترم وزیر سره شریک کړي، او خلکو غوښتني د مذاکراتو ترمیز پوري ورسوي.

‎نوموړي وویل د دولت مخالفین باید د خلکو نظرونه او غوښتنو ته درناوی وکړي، او ژر تر ژره د سولي بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

‎د هلمند د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس نوید نظري د طالبانو لخوا تاوتریخوالي د کمښت د موضوع مطرح کېدلو پر ځای د اوربند د رامنځته کېدو لپاره يې د خلکو غوښتني پرځای وبللې.

‎نوموړي وویل که چیري طالبان د اوربند پرځای د تاوتریخوالي پر کمښت ټينګار کوي، نو له چاودنو، مخامخ جګړو او د عامه تاسیساتو له ورانولو څخه ډډه وکړي.

‎غون‌‌‌‌‌‌ډه په هیواد کې دسراسري سولې په دعا پای ته ورسیده

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۴۳
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې په ميدان وردګ ولايت کې یو باب روغتیایي کلینیک جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکانه سیمه کې د دغه ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو آمریت له لوري د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې په همکاری یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۴۲
Background image

سرپل کې د ۱۵ کلنې بدي سربېره پکتيا کې هم درې کلنه شخړه حل او فصل شوه

سرپل کې د ۱۵ کلنې بدي سربېره پکتيا کې هم درې کلنه شخړه حل او فصل شوه

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرپل ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر را پورته شوې پنځلس کلنه بدي، چې له کبله يې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې وې د ياد. . .

BACK TO NEWS

User account menu