د هرات د ولايتي شورا له رييس او غړو سره کتنه!
د سرحدونو او قبايلو چارو سرپرست او نوماند وزير ښاغلي محب الله صميم نن چهارشنبې د روان لمريز کال د لړم مياشتې پر ۷مه نېټه هرات ولايت ته د خپل رسمي سفر په دويمه ورځ د ياد ولايت د ولايتي شورا له رئیس ښاغلي کامران عليزي او نورو غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د هرات ولايت په سرحدي ولسواليو کې د ښوونې او روزنې، وزګارتيا، روغتيا او نورو برخو کې د خلکو په تېره بيا د ځوانانو په ستونزو سربېره ، د جرګو او ولسي غونډو له لارې د قومونو د انسجام، سولې ، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او يو لړ نورو مهمو موضوعګانو په اړه بحث او خبرې وشوې.