د نیمروز له والي سره ناسته!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته، په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي ښاغلي زمریالي احدي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د هېواد په روانو حالاتو، د سولې په خبرو کې د شته فرصتونو، له نظام او جمهوریت څخه د ولسي ملاتړ، د قومي شخړو په حل کې د قومي مشرانو پر رول او د نیمروز ولسونو په یو لړ ستونزو او وړاندیزونو خبرې اترې وکړې او په ګډو همکاریو یې ټینګار وکړ.