د نوي تعلمي کال پیل ته د چارو په چمتوالي او همغږۍ ټینګار!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۰:۴۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن پنجشنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د یوې غونډې په ترڅ د وزارت له یو شمېر رئيسانو او اړوند لېسو له مسؤلینو سره د نوي تعلمي کال پیل ته د چارو په چمتوالي او همغږۍ بحث او خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي ټینګار پر دې و، چې د نوي تعلمي کال لپاره نوي زده کوونکي جلب او هغوی ته د ښه تدريس او د زده کړې مناسبې فضا رامنځته کولو کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي.

همدا راز یې له یادو مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د نوي تعلمي کال لپاره دې پوره چمتوالی ولري او د زده کوونکو ستونزې دې په پام کې ونیسي، تر څو د وزارت د اړوندو لېسو زده کوونکي په سمه توګه خپلې زده کړې ترسره کړي.

ښاغلي بارکزي د نوي کال لپاره د خوست ولایت د قبایلو لېسې د پرانېستې او په یاده لېسې کې د زده کوونکو د شاملېدو په اړه هم خبرې وکړې او اړوند رئیسانو ته یې دنده وسپارله، چې د ۱۳۹۹ تعلمي کال لپاره دې د زده کوونکو د زده کړې ترسره کولو په موخه پرانېستل شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu